په پاکستان کښې د امریکا او صهیونیسټ رژیم پر ضد مظاهرې شوی
په زرګونه پاکستانیانو د امریکا او صهیونیسټ رژیم پر ضد د مظاهرو په ترسره کولو سره، د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو او تیریو په وړاندې د فلسطین له مظلوم ولس څخه ملاتړ وکړ.
زمونږ خبریال د راپور په اساس، د امریکا او صهیونیسټ رژیم پر ضد دغه پراخې مظاهرې پرون د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچې ښار کښې د جمعې له لمانځه وروسته ترسره شوې.
پاکستانی مظاهره چیانو مړه دې وی امریکا، مړه دې وی اسرائیل په شعارونو سره د دغو دواړو هیوادونو بیرغونو ته اور ورته کړ.
مظاهره چیانو همداراز د فلسطین د مظلومو خلکو په وژلې او ځپنې کښې له صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا پوځی او مالی ملاتړ وغنده او د ملګرو ملتو له نړیوالې ټولنې او د اسلامی ملګرتیا له موسسې یې وغوښتل څو د فلسطین په نیواکی ټاټوبیو کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو خنډ وګړځی.
پاکستانیانو همداراز په مسجدالاقصی د حملو او د مسلمانانو په ځپنه کښې د صهیونیسټ رژیم او امریکا د حملو په وړاندې د ملګرو ملتو او د دغه سازمان د امنیت شورا پر بې پامۍ او چوپتیا نیوکه وکړه.
په دغو مظاهرو کښې علامه سید عقیل انجم قادری اعلان وکړ چې واشنګټن او تل ابیب د بشری حقوقو تر ټولو ستر چخڼی کونکی دی.