په پاکستان کښې د امریکا او صهیونیسټ رژیم پر ضد مظاهرې شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i52950-په_پاکستان_کښې_د_امریکا_او_صهیونیسټ_رژیم_پر_ضد_مظاهرې_شوی
په زرګونه پاکستانیانو د امریکا او صهیونیسټ رژیم پر ضد د مظاهرو په ترسره کولو سره، د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو او تیریو په وړاندې د فلسطین له مظلوم ولس څخه ملاتړ وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2017 08:22 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د امریکا او صهیونیسټ رژیم پر ضد مظاهرې شوی

په زرګونه پاکستانیانو د امریکا او صهیونیسټ رژیم پر ضد د مظاهرو په ترسره کولو سره، د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو او تیریو په وړاندې د فلسطین له مظلوم ولس څخه ملاتړ وکړ.

زمونږ خبریال د راپور په اساس، د امریکا او صهیونیسټ رژیم پر ضد دغه پراخې مظاهرې پرون  د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچې ښار کښې د جمعې له لمانځه وروسته  ترسره شوې.

پاکستانی مظاهره چیانو مړه دې وی امریکا، مړه دې وی اسرائیل په شعارونو سره د دغو دواړو هیوادونو بیرغونو ته اور ورته کړ.

مظاهره چیانو همداراز  د فلسطین د مظلومو خلکو په وژلې او ځپنې کښې له صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا پوځی او مالی ملاتړ وغنده او د ملګرو ملتو له نړیوالې ټولنې  او د اسلامی ملګرتیا له موسسې یې وغوښتل څو د فلسطین په نیواکی ټاټوبیو کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو خنډ وګړځی.

پاکستانیانو همداراز  په مسجدالاقصی د حملو او د مسلمانانو په ځپنه کښې د صهیونیسټ رژیم او امریکا د حملو په وړاندې  د ملګرو ملتو او د دغه سازمان  د امنیت شورا پر بې پامۍ او چوپتیا نیوکه وکړه.

په دغو مظاهرو کښې  علامه سید عقیل انجم قادری اعلان وکړ چې واشنګټن او تل ابیب د بشری حقوقو تر ټولو ستر چخڼی کونکی  دی.