د پاکستان د جماعت الدعوة ډلې د مشر کورنۍ نظربندي تمدید شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53192-د_پاکستان_د_جماعت_الدعوة_ډلې_د_مشر_کورنۍ_نظربندي_تمدید_شوه
د هندوستان حکومت په ځلونو له پاکستانه د حافظ سعید د ورسپارلو غوښتنه کړې خو پاکستان له دې کاره ډډه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2017 10:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان د جماعت الدعوة ډلې د مشر کورنۍ نظربندي تمدید شوه

د هندوستان حکومت په ځلونو له پاکستانه د حافظ سعید د ورسپارلو غوښتنه کړې خو پاکستان له دې کاره ډډه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۰۸ کال کښې د ممبئۍ په ترهګرې حملې د تورن د جماعت الدعوة ډلې د مشر کورنۍ نظربندي نوره دوه میاشتې وغزوله.

د جماعت الدعوة ډلې د مشر او د دغې ډلې د نورو مشهورو غړو د نظربندۍ د مودې ختمیدو ته په پام سره د پاکستان داخله وزارت په کور کښې د حافظ سعید نظربندي د دوو میاشتو لپاره تمدید کړه.

حافظ سعید چې د پاکستان د لشکر طیبه ډلې یو لوړرتبه قومندان او د جماعت الدعوة ډلې مشر دی، د دغه هیواد له ترهګرۍ سره د مبارزې د قانون له مخې نن سبا په کور کښې نظربند دی.

د هندوستان حکومت په ځلونو له پاکستانه د حافظ سعید د ورسپارلو غوښتنه کړې خو پاکستان له دې کاره ډډه کوي.