د پاکستان نوي وزیراعظم لوړه وکړه
د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړو د دغه هیواد دواکمن مسلم لیګ نواز ګوند لخوا معرفي شوی کاندید شاهد خاقان عباسي د پاکستان د لنډمهاله وزیراعظم په توګه غوره کړ.
د پارلیمان په انتخاباتو کښې د پاکستان د حکومت د تیلو او طبیعي سرچینو وزیر شاهد خاقان عباسي د ۲۲۱ رایو په ګټلو سره د ټولو ۳۴۲ رایو له دریو نه دوه برخې اکثریت ترلاسه کړ او د پاکستان عبوري وزیراعظم شو.
داشان به شاهد خاقان عباسي د پاکستان د راتلونکي وزیراعظم تر غوره کیدو پورې د پاکستان د حالاتو کنټرول په لاس کښې ولري.
شاهد خاقان عباسي همداشان بیګا د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کښې لوړه وکړه. د پاکستان ولسمشر ممنون حسین له هغه قسم واخیسته. د لوړې په مراسمو کښې د پاکستان د ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونو مشران، د پارلیمان استازي او نور ګڼ شمیر پوځي او سیاسي شخصیتونه هم شامل وو.
یاده دې وي چې د پاکستان سترې محکمې تیره جمعه د دغه هیواد وزیراعظم نواز شریف د مالي فساد په تور سلبِ صلاحیت کړی و.