ایران او پاکستان د خپل مینځي سوداګري اړیکو پراختیا غواړي
د ایران او پاکستان ترمینځ د سوداګري مبادلاتو د زیاتیدو د لارو چارو د څیړنې غونډه پرون مازیګر په اسلام آباد کښې وشوه.
په اسلام آباد کښې د ایران سفیر مهدي هنردوست په دغه غونډه کښې وویل: د سوداګري فعالیتونو په برخه کښې د ګډو غونډو په جوړیدو سره به د دواړو هیوادونو تجارتي مبادلات زیات شي.
هغه د ایران او پاکستان د سوداګري راکړې ورکړې او ملګرتیا په لاره کښې موجودو خنډونو او ستونزو ته په اشارې سره زیاته کړه: د بانکي ملګرتیاو د فعالولو لپاره د دواړو لورو ترمینځ ښې موافقې شوې دي چې تر عملیاتي کیدو یې یوازې یو ګام پاتې دی.
په دغه غونډه کښې د پاکستان تجاري او اقتصادي فعالانو هم له تهران سره د سوداګري ملګرتیاو له لارې د خنډونو د لرې کیدو په ضرورت باندې په ټنیګار سره ایران د متقابلو سوداګري ملګرتیاو لپاره یو مهم او نزدې بازار وباله.
یاده دې وي چې د ایران او پاکستان سوداګري راکړې ورکړې په تیر ۲۰۱۶ کال کښې له یو میلیارډ او یونیم سل میلیونو واوښتې.