د ایران ولسمشر د پاکستان نوي وزیراعظم ته مبارکي ورکړه
Aug 13, 2017 15:29 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو پیغام کښې شاهد خاقان عباسي ته د پاکستان د نوي وزیراعظم په توګه د غوره کیدو مبارکي ورکړه.
ولسمشر حسن روحاني نن د پاکستان نوي وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته په خپل پيغام کښې هیله وښودله چې د هغه د مسئولیت په پړاو کښې د اسلامي ایران او پاکستان اړیکې په ټولو برخو کښې پراخې شي.
د ویلو ده چې د پاکستان د قومي اسمبلۍ (پارلیمان) غړو د روانې آګست میاشتې په اوله نیټه د مسلم لیګ نواز ګوند کاندید شاهد خاقان عباسي د رایو په اکثریت سره د دغه هیواد نوی ولسمشر وټاکه.
ټیګونه