په پنډۍ کې د ایران په کلتوري خونه کې قرآني محفل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54376-په_پنډۍ_کې_د_ایران_په_کلتوري_خونه_کې_قرآني_محفل
د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري خونې له قران سره د مینې  مذهبي کلتوري محفل جوړ کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2017 15:26 Asia/Kabul
  •  په پنډۍ کې د ایران په کلتوري خونه کې قرآني محفل

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري خونې له قران سره د مینې  مذهبي کلتوري محفل جوړ کړ.

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري خونې داسلامي مذهبونو ترمنیځ د یووالي د پیاوړتیا  او تاکید په هدف سره  د سولې مهربانۍ او د اسلامي نړۍ تر منیځ د وحدت بخښونکي کتاب په توګه له قران سره د مینې  مذهبي کلتوري محفل جوړ کړ.

 د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د راولپنډۍ د کلتوري خونې چلوونکي علي آقا نوري نن  په دغه محفل کې د تکړه استادانو او قاریانو په شتون  د مننې په ترڅ کې وویل قران کریم د اسلامي وحدت چورلیز دی او ټولو مومنان او مسلمانان وحدت او یووالي ته بلي.

علی آقا نوري زیاته کړه :  په داسې حالاتو کې چې  د اسلام دښمنان په اسلامي ټولنو کې په تفرقې او  دښمنۍ پسې دي  د مسلمانانو تر مینځ د لا ورورولۍ اووحدت  لامل ګرځیدلی شي.