د پاکستان تیر وزیراعظم د نیب احضاریه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54460-د_پاکستان_تیر_وزیراعظم_د_نیب_احضاریه_رد_کړه
که د احتساب ادارې لخوا د نواز شریف جرمونه ثابت شي نو هغه به نه یوازې رد صلاحیت شي بلکې د کړو جرمونو په وجه به ورته سزا هم ورکړی شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2017 15:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان تیر وزیراعظم د نیب احضاریه رد کړه

که د احتساب ادارې لخوا د نواز شریف جرمونه ثابت شي نو هغه به نه یوازې رد صلاحیت شي بلکې د کړو جرمونو په وجه به ورته سزا هم ورکړی شي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان تیر وزیراعظم نواز شریف چې په دې وروستیو کښې یې د پاکستان د سترې محکمې په حکم صلاحیت رد شوی او له وزیراعظمۍ څنګته شوی دی، نن یې د پاکستان د ملي احتساب ادارې لخوا د خپل اقتصادي فساد د څیړنې له دوام سره مخالفت وکړ.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د پاکستان د سترې محکمې لخوا یې له ځان خلاف په صادر شوي حکم کښې د غور غوښتنه کړې ده، زیاته کړه: تر څو چې د محکمې لخوا په صادر شوي حکم دوباره غور ونه شي تر هغې به د ملي احتساب ادارې بلن لیکونو ته پام ونه کړم.

دا په داسې حال کښې دي چې نیب یا د پاکستان ملي احتساب اداره هڅه کوي چې د نویو معلوماتو په ترلاسه کولو سره د نواز شریف او د هغه د حکومت د خزانې وزیر اسحاق ډار جرمونه وڅیړي.

ویل کیږي چې که د احتساب ادارې لخوا د نواز شریف جرمونه ثابت شي نو هغه به نه یوازې رد صلاحیت شي بلکې د کړو جرمونو په وجه به ورته سزا هم ورکړی شي.