کراچۍ کښې دوه طالب وسله وال وژل شوي دي
Aug 19, 2017 15:34 Asia/Kabul
د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمینځ شوې نښته کښې کښې له تحریک طالبان څخه یوه اندازه مهمات، وسله او چاودونکي توکي هم نیول شوي دي.
د پاکستان په سند صوبه کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمینځ نښته کښې د دغې ترهګرې ډلې دوه کسان ووژل شول.
د پاکستان ترهګرې ضد ادارې خبر ورکړی چې پرون مازیګر د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې په شوې دغه نښته کښې یوشمیر نور طالب وسله وال هم زخمي شوي دي.
په یاده نښته کښې له تحریک طالبان څخه یوه اندازه مهمات، وسله او چاودونکي توکي هم نیول شوي دي.
ټیګونه