د پاکستان د جمعیت علمای اسلام یو مشر نن وژل شوی دی
Aug 19, 2017 15:38 Asia/Kabul
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان څانګې یو مشر په خیبر پښتونخوا صوبه کښې د نامعلومو کسانو په ډزو کښې ووژل شو.
عطاء ا... شاه نن د خیبر پښتونخواه صوبې په ډیره اسماعیل خان ښار کښې د سهار له لمانځه وروسته د نامعلومو کسانو له حملې سره مخ شو او ووژل شو.
بریدګر له ډزو وروسته تښتیدلي دي.
د حملې پړه هم چا نه ده منلې خو په پاکستان کښې دا ډول زیاتره حملې طالبان او د جماعت الحرار او سپاه صحابه په شان ترهګرې ډلې کوي.
ټیګونه