پاکستان له امریکا مالی مرسته نه بلکې دخپلو هڅو تسلیمول غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54752-پاکستان_له_امریکا_مالی_مرسته_نه_بلکې_دخپلو_هڅو_تسلیمول_غواړی
جنرال باجوا ویلی دی چی په افغانستان کې د اوږده جنګ د ختمولو لپاره درستو اغیزمنو قدرتونو ترمینځ ملګرتیا او مرسته د بریالیتوب کیلی ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2017 13:00 Asia/Kabul
  • پاکستان له امریکا مالی مرسته نه بلکې دخپلو هڅو تسلیمول غواړی

جنرال باجوا ویلی دی چی په افغانستان کې د اوږده جنګ د ختمولو لپاره درستو اغیزمنو قدرتونو ترمینځ ملګرتیا او مرسته د بریالیتوب کیلی ده

زمونږ خبریال د پاکستانی رسندویو له قوله راپور راکوی د پاکستان د پوځ د عمومی اړیکو دفتر په یوه بیانیه کې وویل  د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په راولپنډۍ کې د امریکا له سفیر ډیویډ هیل سره په کتنه کې ویلی دی چی پاکستان له امریکا مالی مرسته نه بلکې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې د خپلو هلو ځلو تسلیمول غواړی .

جنرال باجوا ویلی دی چی په افغانستان کې د اوږده جنګ د ختمولو لپاره درستو اغیزمنو قدرتونو ترمینځ ملګرتیا او مرسته د بریالیتوب کیلی ده .جنرال باجوا ویلی دی چی د بل هر هیواد په شان پاکستان هم په افغانستان کې امن غواړی . ده همدار از زیاته کړی ده چی زمونږ دا هلې ځلې د بل چا د خوشحالولو لپاره نه بلکې زمونږ د سیاست او ملی ګټو په خاطر دی .

په پاکستان کې د امریکا سفیر دیویډ هیل هم ویلی دی چی امریکا له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې د پاکستان رول ته اهمیت ورکوی او د افغانستان د مسلې د اواری لپاره له پاکستانه مرسته غواړی .

پاکستان د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د امریکا په نوی سټراټیجۍ سخت غبرګون ښودلې دې .