باجوه کابل ته روان دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56943-باجوه_کابل_ته_روان_دی
د پاکستان پوځ وايي، لوی درستیز یې ژر افغانستان ته ځي چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه له افغان چارواکو سره سلامشوره وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2017 17:18 Asia/Kabul
  • باجوه کابل ته روان دی

د پاکستان پوځ وايي، لوی درستیز یې ژر افغانستان ته ځي چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه له افغان چارواکو سره سلامشوره وکړي.

 

ویل شوي چې جنرال جاوید باجوه به د افغانستان د حکومت له جګپوړو چارواکو سره د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو ترڅنګ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ وږغېږي.

د امریکا نوې ستراتیژۍ، چې د اګست په وروستیو کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ اعلان کړه، پاکستان سخت اندېښمن کړی دی. د دې ستراتیژۍ پر اساس د پاکستان په خاوره کې د سختدریځو پناهځایونه د نه زغملو وړ بلل شوي او پاکستان ته د امریکا مرستې محدودې شوي دي.د پاکستان د حکومت سرچینو تایید کړه چې جنرال باجوه به مسکو ته تر روانېدو مخکې په کابل کې د لنډ وخت لپاره ایسار شي.

دا به د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلانېدو وروسته افغانستان ته د پاکستان د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر وي.

پاکستان پخوا ویلي و چې طالبان د سولې خبرو ته حاضرولی شي او که حاضر نه شول له خپلې خاورې به یې وباسي خو اوس وايي چې د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې له طالبانو سره جنګ نه شي کولی.