په پاکستان کې د تاسوعا د ورځې مراسمو ولمانځل شول
په پاکستان کې د اهل بیتو مینه والو د محرم د نهمې یا تاسوعا په مناسب د حضرت ابوالفضل العباس سلام الله علیه د شهادت د عزادارۍ مراسم ولمانځل.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې دغه مراسم د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې تر سختو امنیتي تابیاوو لاندې ولمانځل شول.
د پاکستان په ډیرو ښارونو منجمله کراچۍ لاهور او پيښور کې موبایل فون سروس بند دی.
په پاکستان کې د شهیدانو د سالار امام حسین عاشقانو په نننۍ ورځ چې د کربلا د دښتې دساقي قمر بني هاشمو حضرت ابوالفضل العباس ته منسوبه ده د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کې د عزادارۍ د دستو په جوړولو سره د کربلا له ساقي سره خپله مینه نندارې ټه وړاندې کړه.
د محرم په نهمه او لسمه د پاکستان ټیلي ویژني چینلونو هم د خپلو عامو پروګرامونو په بندولو سره د امام حسین علیه السلام د شهادت په ویر کې جوړ شوي پروګرامونه خپروي.
په پاکستان کې د محرم په نهمه او لسمه رسمي چوټي ده.