په اسلام آباد کښې د هند د شارډز افیئر احضار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57199-په_اسلام_آباد_کښې_د_هند_د_شارډز_افیئر_احضار
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کشمیر په کنټرول لائن کښې د هندی ځواکونو په حملو باندې په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د هند د سفارت شارډز افیئر احضار کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2017 09:12 Asia/Kabul
  • په اسلام آباد کښې د هند د شارډز افیئر احضار

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کشمیر په کنټرول لائن کښې د هندی ځواکونو په حملو باندې په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د هند د سفارت شارډز افیئر احضار کړ.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د اېشیا د جنوب د برخې مشر بېګا د کشمیر په کنټرول لائن کښې د هندی ځواکونو په وروستیو حملو باندې د خپل هېواد اعتراض جی پی سېنګ ته وړاندې کړ.

محمد فېصل وویل: په بې دفاع خلقو باندې حملې د انسانی ارزښتونو او نړیوالو قوانینو په خلاف اقدام دے.

هغه له هندی  چارواکو وغوښتل چې د اسلام آباد او نوی ډیلی ترمېنځ د 2003 د ډزبندۍ د معاهدې ا حترام دې وکړی او په کنټرول لائن کښې د صلحې او ارامښت د ټینګښت لپاره دې کوشش وکړی.

په پرونیو حملو کښې د هند پوله ایزو ځواکونو د کشمیر په کنټرول لائن کښې درې پاکستانیان ووژل شول او پینځه نور ژوبل شول.

دغه د هند د فوځ لخوا په وروستیو دولسو ورځو کښې د ډزبندۍ پینځمه خلاف ورزی ده چې په نتیجه کښې یې د پینځو ښځو په شمول یولس تنه مړۀ او اوۀ دېرش نور ژوبل شول.