نواز شریف بیا د پاکستان مسلم لیګ نواز څانګې مشر وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57205-نواز_شریف_بیا_د_پاکستان_مسلم_لیګ_نواز_څانګې_مشر_وټاکل_شو
د پاکستان څنګته کړے شوے وزیراعظم یو ځل بیا د راتلونکو څلورو کلونو لپاره بې سیاله د مسلم لیګ نواز څانګې د مشر په توګه غوره شو او د ګوند د مشر په توګه به باقی پاتې شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2017 10:25 Asia/Kabul
  • نواز شریف بیا د پاکستان مسلم لیګ نواز څانګې مشر وټاکل شو

د پاکستان څنګته کړے شوے وزیراعظم یو ځل بیا د راتلونکو څلورو کلونو لپاره بې سیاله د مسلم لیګ نواز څانګې د مشر په توګه غوره شو او د ګوند د مشر په توګه به باقی پاتې شی.

له اسلام آباده زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې نن ټاکلې شوې وه په اسلام آباد ښار کښې د نواز مسلم لیګ ګوند د نوی مشر د ټاکل کېدو لپاره د ګوند دننه انتخابات وشی خو په دغه سیالۍ کښې د شتون لپاره هیڅ بل نامزد نوم ثبت نه کړ.

د پاکستان ملی پارلېمان د تېر ګل په ورځ د انتخاباتو په قوانینو کښې  د اصلاحاتو لائحه په اکثریت رایو سره تصویب کړه. دغه لائحه چې د پاکستان د حکومت لخوا تجویز شوې وه تېره هفته هم د پاکستان په سېنېټ کښې تصویب شوې وه.

دغه نوې لائحه چې تېره شپه د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین لخوا لاسلیک شوه او نن اجرا شوه د مسلم لیګ نواز څانګې د مشر په توګه د نواز شریف د باقی پاتې کېدو لاره یې هواره کړه.

نواز شریف د جولائۍ په اتویشتمه نېټه د پانامې له سندونو سره په اړوندو مالی فسادونو کښې د رول لرلو په دلیل له وزیراعظمۍ څنګته کړې شو چې د دریم ځل لپاره ونکړې شی د خپلې وزیراعظمۍ پینځه کلنه دوره ختمه کړی.