د پاکستان د سمندري ځواک نوی قومندان وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57233-د_پاکستان_د_سمندري_ځواک_نوی_قومندان_وټاکل_شو
د پاکستان ولسمشر په یو حکم کښې ایډمرل ظفر محمود عباسي د دغه هیواد د سمندري ځواک د نوي قومندان په توګه وټاکه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2017 16:54 Asia/Kabul
  • د پاکستان د سمندري ځواک نوی قومندان وټاکل شو

د پاکستان ولسمشر په یو حکم کښې ایډمرل ظفر محمود عباسي د دغه هیواد د سمندري ځواک د نوي قومندان په توګه وټاکه.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د سمندري ځواک د نوي قومندان ټاکنه د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په وړاندیز او د دغه هیواد د ولسمشر ممنون حسین په تایید سره وشوه.

د پاکستان نیوي یا سمندري ځواک اوسنی امیر البحر محمد ذکاء ا... د روانې اکتوبر میاشتې په شپږمه نیټه ریټایر یا متقاعد کیږي.

محمد ذکاء ا...  درې کاله د پاکستان د سمندري ځواک قومندان پاتې شو.