د پاکستان د سمندري ځواک نوی قومندان وټاکل شو
Oct 03, 2017 16:54 Asia/Kabul
د پاکستان ولسمشر په یو حکم کښې ایډمرل ظفر محمود عباسي د دغه هیواد د سمندري ځواک د نوي قومندان په توګه وټاکه.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د سمندري ځواک د نوي قومندان ټاکنه د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په وړاندیز او د دغه هیواد د ولسمشر ممنون حسین په تایید سره وشوه.
د پاکستان نیوي یا سمندري ځواک اوسنی امیر البحر محمد ذکاء ا... د روانې اکتوبر میاشتې په شپږمه نیټه ریټایر یا متقاعد کیږي.
محمد ذکاء ا... درې کاله د پاکستان د سمندري ځواک قومندان پاتې شو.
ټیګونه