پاکستاني علماو د شیعه او سني مسلمانانو په وحدت ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57247-پاکستاني_علماو_د_شیعه_او_سني_مسلمانانو_په_وحدت_ټینګار_وکړ
د پاکستان شیعه او سني عالمانو له تفرقې په ډډه کولو او د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالي په لازیاتې پياوړتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2017 17:11 Asia/Kabul
  • پاکستاني علماو د شیعه او سني مسلمانانو په وحدت ټینګار وکړ

د پاکستان شیعه او سني عالمانو له تفرقې په ډډه کولو او د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالي په لازیاتې پياوړتیا ټینګار وکړ.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د مخدوم جاوید هاشمي، علامه سلیم حیدر، علامه عبدالحق مجاهد، پیر عظمت سلطان او مخدوم سید عباس رضا مشهدي په شمول د پاکستان شیعه او سني علماو پرون د پنجاب صوبې په ملتان ښار کښې یوه غونډه کښې له مسلمانانو وغوښتل چې د اسلام د دښمنانو دسیسه شنډه کړي.

هغوي ټینګار کړی چې نن سبا د امریکې په شمول لویدیځ د داعش په شان تکفیري ډلو په ملاتړ سره هڅه کوي چې د مسلمانانو ترمینځ تفرقه واچوي خو شیعه او سني عالمان باید په هوښيارۍ سره د هغوي دا ډول دسیسې شنډې کړي.