خطره له کوم ځایه پاکستان ګواښی ؟
هندوستان خو پریږده حتی چین ، روسیه او امریکا هم ووایی چی په ترهه ګرو ډلو او په امنیتی اورګانونو کې د هغو په داخلی ملاتړو باید دباو واچول شی ، خو امنیتی اورګانونه په سپیناوی کې بیانیې صادروی او وایی چی دا افراطی ډلې په اتیایمې لسیزې کې د شوروی پرضد د جنګ لپاره امریکا جوړې کړی وې
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د پاکستان مشهور لیکوال او خبریال روف کلاسرا خطره له کوم ځایه پاکستان ګواښی ؟ تر عنوان په یوه مقاله کې چی په دنیا ورځپاڼه کې چاپ شوی ده لیکی پروفیسر غنی جاوید له دو کلونو راهیسې بیا بیا سینټر طارق چودری ، طارق پیرزاده او ما ته یادونه کوی چی پاکستان په چټکتیا سره هغه وضعیت په لور روان دی چی ستنیدا به ورڅخه ناممکنه وی ، د کلاسرا په وینا دغه هیواد به ستر ګوزار وخوری ، خو پوښتنه دا ده چی ایا غیب ویونکی ته اړتیا ده چی باید ووایی پاکستان له کوم ممکن برخلیک سره مخامخ شی ؟
دغه پاکستانې لیکوال زیاتوی چی د پاکستان د خارجه وزیر خواجه اصف هغه څرګندونې چی په امریکا کی یې کړی وی د هغه په شتون سره په یوه غونډه کې وجاجول شوې . ما د اورګانونو ستاینه وکړه چی بالاخره پاکستان یې په یوه بشپړه امنیتی هیواد بدل کړ . هغه هیواد چی سل میلیون خلک یې د بې وزلۍ له کرښې ټیټ ژوند کوی او پورونه یې له ۷۰ تر ۸۰ میلیارډ ډالرو رسیدلی دی او د نړۍ تر ټولو ګران پورونه ترلاسه کوی ، مالی او اداری فساد پکې اوج ته رسیدلې دې او بیکاری پکې په زیاتیدو ده ، دا د پاکستان د واکمن پلاوی یا اسټبلشمنټ لخوا مهم ندی ، خو په خواجه اصف چی حقیقتونه یې بیان کړی دی ، نیوکې کیږی چی ولې یې وویل دولتی لوبغاړوختمولو ته اړتیا ده ، په دې داسې دغو دولتی لوبغاړو پرضد له امریکا نیولی تر بریکس ډلې پورې اعلامیې هم صادرې شوی دی ، ایا کله دغې مسلې ته پام شوی دې چی پاکستان له کومې سترې مسلې سره لاس و ګریوان دې ؟ او دا هیواد په کوم کار مامور شوې دې ؟ ایا د دې ضروروت شته چی د سیمې له هیوادونو سره اختلافات ولرلې شو ؟ هندوستان خو پریږده حتی چین ، روسیه او امریکا هم ووایی چی په ترهه ګرو ډلو او په امنیتی اورګانونو کې د هغو په داخلی ملاتړو باید دباو واچول شی ، خو امنیتی اورګانونه په سپیناوی کې بیانیې صادروی او وایی چی دا افراطی ډلې په اتیایمې لسیزې کې د شوروی پرضد د جنګ لپاره امریکا جوړې کړی وې او بیا وروسته یې همداسې پریښودلې او دا هم وایی چی امریکا له پاکستانه استفاده وکړه وغیره وغیره .
چا ته پته نشته چی دا کار ذوالفقار علی بوټو پیل کړی وو . هغه وخت یې د کابل له پوهنتونه محصلین پاکستان ته وبلل او هغو په وسیله یې نیابتی جنګ پلان کړی وو . دغه محصلین لومړې د افغانستان په جنګ کې وکارول شول او بیا وروسته د طالبانو په مشرانو بدل شول او نن په ډیر ویاړ سره ویل کیږی د هغې مرستې وړاندیز چی جیمی کارټر پاکستان ته کړی وو ، دومره کم وو چی جنرال ضیا الحق وویل دا خو د مونګ پلیو په اندازه هم ندې یعنی ډیر کم دې چی امریکا هم د مرستې اندازه څلور میلیارډ ډالرو ته زیاته کړه ، او هر څومره چی ډالر زیاتیدل د پاکستان ګډا هم زیاتیده ، دومره پیسه راتلله چی واکمنان لیوانی کیدل ، نن امریکا ته ولې اشاره کیږی او ویل کیږی چی پاکستان د امریکا جنګ کړې دې ؟
د مقاله لیکونکی په وینا په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنې پروګرام د ذوالفقار علی بوټو په وخت کې بیل شوی وو او بیا وروسته جنرال ضیاالحق ورته دوام ورکړ . د روف کلاسرا په وینا پاکستان په دغه جنګ کې له امریکایانو استفاده وکړه او امریکایانو هم له پاکستانه استفاده وکړه ، ځکه چی د دواړو هیوادونو ګټې یو ځای شوی وې . پاکستان خپله لاس وهنه داسې توجیهوله او ویل یې چی شوروی د پاکستان په نیولو سره غواړی چی ځان ګرمو اوبو ته ورسوی . اوس له دغه جنګه درې لسیزې تیریږی ، شوروی له ګرمو اوبو پرته هم خپلې اړتیاوې پوره کولې شی ، په داسې حال کې چی ګرمو اوبو ته اصلی اړتیا چین درلودله چی اوس یې اقتصادی کوریډور پیل کړی ، بله دا چی روسیې هیڅ وخت ونه ویل چی تر گوادر بندر پورې لار غواړی . دغو پوځیانو تر لسو کلونو پورې خلکو ته دروغ ویل چی شوروی غواړی ځان ګرمو اوبو ته ورسوی او دا هغه دروغ دی چی اوس هم د پاکستان خلکو ته ویل کیږی . د پاکستان خلک یې خیالی ته دنیا ته بوتلل او خلکو هم باور وکړ چی پاکستان له نړۍ سره هر څه چی زړه یې وغواړی کولې شی او هیڅوک پاکستان پرضد هیڅ نشی کولې . په همدې دلیل د پاکستان خلک هغه سترو توپانونه چی دغه هیواد په لور روان دی ، نه وینی او د پاکستان خلکو د دروغو یو تاریخ ښودل شوی او خلک هم په یوه کوهی کې په ژوند کولو عادت شوی دی .
کله چی سیاست او د دغه هیواد سټراټیجۍ جوړونکی د دې په ځای چی ښاد او ازاد معاشرت جوړ کړی ، یقین لری چی بابد په بله روده کنټرول کړی ، په داسې وضعیت کې باید له چا ګیله وکړو ؟نړي وایی چی غیر دولتی لوبغاړی یعنی پوځیان باید له حاکمیته لیرې شی خو دلته په سیاست کې لاس لری . لومړې یې یو شمیر افراطی ډلې جوړې کړې او هغو په وسیله یې له خلکو امنیت او خوشحالی واخیسته ، تر ۱۹۸۰ لسیزې پورې د یوه مسلک خلکو یعنی شیعیانو په محرم کې عزاداری کوله او د اهل سنتو به هم په لارو کوڅو کې هغو ته اوبه او شربتونه ورکول ، خو دا د پوځیانو د تولید کړو افراطی دلو هنر وو چی نن هغو یوه بل پرضد دی . د روف کلاسرا په وینا پاکستان نن د دغو ترهه ګرو له لارې له نړۍ سره په جنګ دې ،خو د پاکستان ځینې شناندی او نظر خاوندان وایی چی د پاکستان استخبارات او پوځ د هیواد دفاعی کرښې دی ، سمه ده هر هیواد پوځ د دفاعی کرښې په توګه لری او خلک هم هغو لپاره پیسې ورکوی او له هغو ملاتړ کوی ، خو د پاکستان دفاعی کرښه د څو غیر دولتی خپل سرو په لاس کې ده . په درسته نړۍ کې له ترهه ګرو اقداماتو ترسره کیده وروسته کریډت هم اخلی ، ویاړ هم کوی ، خو له بده مرغه بیا هم طلبکار دی چی ولې دنیا هغو افراطیان بولی او دا چی نن د دغو غیر دولتی لوبغاړو لخوا شور ماشور جوړ شوی چی پاکستان د بهرنیو دښمنانو له خطرې سره مخامخ دې چی داسې نده بلکې حقیقت دا دې چی پاکستان له داخلی خطرو سره مخامخ دې .