له ایران څخه د درملو د واردولو لپاره د پاکستان چمتووالے
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57705-له_ایران_څخه_د_درملو_د_واردولو_لپاره_د_پاکستان_چمتووالے
د پاکستان حکومت له ایران څخه د درملو د واردولو لپاره خپل چمتووالے اعلان کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2017 17:59 Asia/Kabul
  • له ایران څخه د درملو د واردولو لپاره د پاکستان چمتووالے

د پاکستان حکومت له ایران څخه د درملو د واردولو لپاره خپل چمتووالے اعلان کړ

د اېرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د روغتیا وزیرې مېرمن سائره افضل تارړ نن مازیګر په اسلام آباد کښې د نړیوالې روغتیا د تنظیم د ختیځې مدیترانه سیمې د کمېټۍ د څلور شپېتمې غونډې ترڅنګه د ایران د روغتیا، درمان او طبی زدکړو له وزیر سید حسن قاضی زاده هاشمی سره په کتنه کښې د روغتیا او علاج معالجې په برخه کښې د ایران د ظرفیتونو او توانمنیو په بیانولو سره وویل: پاکستان دې ته آماده دے چې له ایران سره د دوو اړخیزو ملګرتیاو په پراخولو سره د خپلو درملو ضرورت له دغه هېواده پوره کړی

د پاکستان د روغتیا وزیرې زیاته کړه، تهران او اسلام اباد کولې شی د عمومی روغتیا، درملو د جوړولو د صنعت، د طبی زدکړو او د طبی لوازمو او سامانونو د تجارت په شان  په زیاترو زمینو کښې له یوبل سره ملګرتیا وکړی.

مېرمن سائره افضل همدارنګ وویل: د هغې په ملګرتیا سره د پاکستان یو لوړ رتبه پلاوې به د روان اکتوبر د میاشتې تر آخره پورې د ورغتیا او علاج معالجې په برخه کښې له ایران سره د تعلقاتو د مضبوطولو لپاره ایران ته سفر وکړی.