د امریکې دفاع وزیر نن پاکستان ته ځي
د امریکې دفاع وزیر نن پاکستان ته په سفر کښې د دغه هیواد له لوړرتبه چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د مسائلو په هکله خبرې اترې کوي.
ایرنا د پاکستاني رسنیو په حواله خبر ورکړی چې جیمز ماټیس به نن په اسلام آباد کښې د پاکستان له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، خارجه وزیر خواجه محمد آصف او د دغه هیواد له دفاع وزیر خرم دستګیر خان سره ملاقاتونه وکړي.
ویل کیږي چې د امریکې دفاع وزیر په زیات احتمال د پاکستان د پوځ له قومندان جنرال قمر جاوید باجوا سره هم وګوري.
پاکستان ته د امریکې د دفاع وزیر له سفر سره هم مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند خپله اونیزه خبري غونډه چې د هرې اونۍ په پنجشنبې ترسره کیږي، سبا ته وځنډوله.
د ویلو ده چې د اسلام آباد اړیکې د آګست په ۲۱ د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د افغانستان او سویلي آسیا په هکله د واشنګټن د نوې سټراټیجۍ له اعلان وروسته لانجمنې شوې.