پاکستان له ایرانه د بریښنا واردات نور زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57993-پاکستان_له_ایرانه_د_بریښنا_واردات_نور_زیاتوي
د پاکستان د حکومت د اقتصادي غږملتیا کمیټې له ایران څخه د لازیاتې بریښنا د پیرلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2017 13:45 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایرانه د بریښنا واردات نور زیاتوي

د پاکستان د حکومت د اقتصادي غږملتیا کمیټې له ایران څخه د لازیاتې بریښنا د پیرلو خبر ورکړ.

ایرنا لیکلي چې د پاکستان د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د دغه هیواد د حکومت د اقتصادي غږملتیا کمیټې نن د ۱۰۰ میګاواټو په اندازه له ایران څخه د بریښنا د اخیستو د زیاتولو طرحه تصویب کړه او د پاکستان د تیلو او طبیعي سرچینو وزارت ته یې د هغې د اجرا کولو دنده وسپارله.

پاکستان له دې مخکښې له ایرانه د ۷۴ میګاواټو په اندازه د بریښنا د وارداتو د زیاتولو طرحه د تیر کال په ستمبر کښې تصویب کړې وه او اوس دغه بریښنا له ایران څخه د بریښنا د ۱۳۲ کیلو ولټي مزو له لارې پاکستان ته لیږدول کیږي.

د ایران اسلامي جمهوریت مخکښې هم پاکستان ته تر درې زره میګاواټو بریښنا صادرولو ته خپل چمتووالی اعلان کړی و.

په پاکستان کښې د ګیس او بریښنا کمی، د سونګو او قوه ایزو توکو لوړه بیه او پراخ لوډشیډنګ د دغه هیواد د خلکو یوه ستره ستونزه ده چې حکومت ورله تراوسه کومه عقلي حل لاره نه ده پيدا کړې.