پاکستان وايي د امریکايي چارواکو له احتمالي ورتګه نه دی خبر
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58151-پاکستان_وايي_د_امریکايي_چارواکو_له_احتمالي_ورتګه_نه_دی_خبر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام آباد ته د امریکې د لوړرتبه پلاوي له احتمالي سفره بې خبري څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2017 15:22 Asia/Kabul
  • پاکستان وايي د امریکايي چارواکو له احتمالي ورتګه نه دی خبر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام آباد ته د امریکې د لوړرتبه پلاوي له احتمالي سفره بې خبري څرګنده کړه.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نفیس ذکریا په اسلام آباد کښې د خبریالانو په ټول کښې وویل: که څه هم د اسلام آباد او واشنګټن چارواکو موافقه کړې ده چې په هره سویه به خپله اړیکه ټینګه ساتي خو په دې هکله نظر نه شي څرګندولی چې ګني د امریکې د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن او د دغه هیواد دفاع وزیر جیمز ماتیس اسلام آباد ته سفر کوي.

د پاکستان د خارجه وزارت دا وینا په داسې حال کښې ده چې امریکايي رسنیو له دې مخکښې پاکستان ته د امریکې د لوړرتبه پلاوي احتمالي سفر ته په اشارې سره ویلي وو، یاد پلاوی به د افغانستان لپاره د ټرمپ د نوې پالیسۍ په بنیاد پاکستان ته یو سخت ځواب ورکړي څو له طالبانو او حقاني ډلې خپل ملاتړ ختم کړي.

د روان کال د آګست په ۲۱ نیټه د امریکې د ولسمشر لخوا د د افغانستان د سویلي آسیا لپاره د نوې سټراټیجۍ له اعلان وروسته د پاکستان او امریکې اړیکې لانجمنې شوې دي.