په بنو کې د چاودنې له امله دوه عسکر وژل شوی
د پاکستان په کویټه ښار کې پر پولیسو د چاودنې وروسته په سرحدی سیمه «بنو» کې هم پر امنیتی ځواکونو چاودنه شوې چې د لومړنیومعلوماتو په اساس، له امله دوه تنه عسکر وژل شوی دی.
د پاکستان ټربیون ورځپاڼې په خپل بیړنی راپور کې د یوه امنیتی چارواکې په حواله ویلی چې «جلال» چیک پوسټ ته څېرمه د امنیتی ځواکونو پر موټر چاودنه شوې چې له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده. د چاودنې نوعیت ریموټی بم ښودل شوی.
د وژل شویو عسکرو نومونه هم خپاره شوی چې یو یې «سپاهی تصورعلی» او بل «غلام ربانی»نومیږی.
د یادونې وړ ده چې نن سهار مهال د کویټې ښار په «سریاب مل» کې د پاکستانی پولیسو د موټر سره یوه بریدګر خپل موټر وجنګوی او چاودنه یې ورکړه چې له امله یې د چارواکو په وینا ۶ پولیس وژل شوی او تر لس زیات نور ټپیان شوی دی.
د کویټې د چاودنې مسؤولیت د پاکستان طالبانو منلئ دئ.