دطالبانو دجماعت الاحرار څانګې مشر خالد عمر خراسانی هلاک شوی
وروستی راپورونه ښئ چې جماعت الاحر ار جنایتکارې ډلګۍ دخالد خراسانی په ځای عثمان خراسانی د دغې جنایتکارې ډلګۍ نوی امیر ټاکلی دی .
زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپور راکړ دطالبانوډلې یو مهم کمانډر او د دغې ډلې بیله شوی څانګې جماعت الاحرار مشر خالدعمر خراسانی دافغانستان او پاکستان په پولې کې د بې پیلوټه الوتکو په توغندوی حملې کې سره د یوشمیر نورو ترهه ګرو هلاک شوی دی .البته ځینی راپورونه ښئ چې په پرونۍ حملې کې ټپی شوی ؤ نن دسختو ټپونو له امله هلاک شوی دی .
خبروسرچینو وئیلی عبدالولی چې په خالدعمر خراسانی مشهور ؤ د طالبانو یومهم کمانډر او دمومندو ایجنسۍ اوسیدونکی ؤ او په همداوروستیو کلونو کې ئې دلازیاتو جنایتونو لپاره جماعت الاحرار نومې جنایتکاره ډلګۍ جوړه کړې وه چې په سیمې په تیره بیا پاکستان کې ئې ډیر زیات وحشی ډوله جنایتونه کړی دی .
وروستی راپورونه ښئ چې جماعت الاحر ار جنایتکارې ډلګۍ دخالد خراسانی په ځای عثمان خراسانی د دغې جنایتکارې ډلګۍ نوی امیر ټاکلی دی .