پاکستاني چارواکي د امریکايي بریدونه په اړه ضد و نقیض دریځونه لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58321-پاکستاني_چارواکي_د_امریکايي_بریدونه_په_اړه_ضد_و_نقیض_دریځونه_لري
د خیبر پښتونخوا صوبې په قبایلي سیمو باندې د امریکې د حملې په لړ کښې د پاکستان وزیراعظم او پوځ ضد و نقیض دریځونه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2017 10:23 Asia/Kabul
  • پاکستاني چارواکي د امریکايي بریدونه په اړه ضد و نقیض دریځونه لري

د خیبر پښتونخوا صوبې په قبایلي سیمو باندې د امریکې د حملې په لړ کښې د پاکستان وزیراعظم او پوځ ضد و نقیض دریځونه لري.

د پاکستان د پوځ ویاند ادعا کړې چې د پاکستان پر خاورې د امریکې د بې پایلټه الوتکو د بریدونو په هکله خپاره شوي خبرونه دروغ دي.

جنرال آصف غفور وویل چې د پاکستان په خاوره کښې د ترهګرو د مرکزونو د هدف ګرځیدو په هکله په رسنیو کښې خپاره شوي خبرونه بې بنیاده دي او د امریکې بې پایلټه الوتکې د پاکستان هوايي حریم ته نه دي ننوتې.

هغه زیاته کړه چې په دې تیرو څو ورځو کښې د امریکې ټولې حملې د افغانستان په خاوره کښې شوې دي.

د پاکستان د پوځ د ویاند دا خبرې په داسې حال کښې دي چې پرون د دغه هیواد د وزیراعظم سلاکار د خیبر پښتونخوا صوبې په قبایلي سیمو د امریکې د ډرون الوتکو حملې غندلې وې.

مصدق ملک وویل: د امریکې د بې پایلټه الوتکو بریدونه د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت زیانمنوي او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده.

د ویلو ده چې په دې روانه اونۍ کښې د امریکې بې پایلټه الوتکو لږترلږه دوه ځلې د کرمۍ ایجنسۍ استوګنې سیمې وویشتلې چې لسګونه کسان پکښې مړه شوي دي.