دپاکستان دجماعت الاحرار ډلې مشر نه دی وژل شوی
-
د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې دچین سفارت اندیښنه ښودلي ده چې د دوې په سفیر حمله کیدلای شي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دجماعت الاحرار ترهګرې ډلې دخپل مشر عمر خالد خراسانی د وژل کیدا خبر رد کړ .
دغه ډلې ته نږدې کسانو وویل دپاکستان جاسوسۍ اداره ایی ایس ایی(ISI) د عمر خالد خراسانی د وژل کیدا په اړه له دروغو ډک اطلاعات اوخبرونه خپروی .
دپاکستان جماعت الاحرار ترهګرې ډلې وویل عمر خالد خراسانی ژوندی دی او هغه د خارجی هیوادونو د ځواکونو پرضد دحملو په چمتو کولو بوخت دی .
د ویلود چې د جماعت الاحرار ډلې ویندوی اسد منصور رسنیو ته په بریښنا لیک کښې ویلی وو چې ددغه ډلې مشر عمر خالد خراسانی دامریکا دبې پایلوټه الوتکې په حملې کښې وژل شوی خو دافغانستان ، حکومت ، ناټو او امریکا ځواکونو دهغه وژله نه ده تائید کړی .
بل خبر دا چې د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې دچین سفارت اندیښنه ښودلی ده چې د دوې په سفیر حمله کیدلای شی .
دچین سفارت دپاکستان له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتی دی چې دغه موضوع ته پام وکړی او د چین دسفیر امنیت وساتل شی .
دچین په سفیر دحملې لپاره یو(۱) ترهګر پاکستان ته ورغلی دی او چین دپاکستان حکومت ته ددغه ترهګر دپاسپورټ او دنورو چارو په اړه اطلاعات ورکړی دی .
چین له پاکستان څخه غوښتی دی چې دغه ترهګر ونیسی او دوې ته یې وسپاری چې هغه په خپل سپیره هدف کښې بریالی نشی .
امریکا د چین او دپاکستاان د اقتصادی کوریډور ډیره مخالفه ده او غواړی دغه اقتصادی پروژه له مینځه یوسی .