دافغانستان سفیر له سمیع الحق مرسته غوښتی ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58453-دافغانستان_سفیر_له_سمیع_الحق_مرسته_غوښتی_ده
زمونږخبریال وایی په پاکستان کښې دافغانستان سفیر عمر زاخیلوال په اکوړه خټک کښې د جمعیت علمای اسلام د سمیع الحق څانګې له مشر مولانا سمیع الحق سره کتنه کړی ده او په خپل هیواد کښې د امنیت د ټینګولو لپاره یې له هغه دمرستې غوښتنه کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2017 01:20 Asia/Kabul
  • دافغانستان سفیر له مولانا سمیع الحق  وغوښتل چې د وسله والو طالبانو خبرو ته د راضي کولو په چاره کښې مرسته وکړي .
    دافغانستان سفیر له مولانا سمیع الحق وغوښتل چې د وسله والو طالبانو خبرو ته د راضي کولو په چاره کښې مرسته وکړي .

زمونږخبریال وایی په پاکستان کښې دافغانستان سفیر عمر زاخیلوال په اکوړه خټک کښې د جمعیت علمای اسلام د سمیع الحق څانګې له مشر مولانا سمیع الحق سره کتنه کړی ده او په خپل هیواد کښې د امنیت د ټینګولو لپاره یې له هغه دمرستې غوښتنه کړی ده .

په پاکستان کښې دافغانستان سفیر عمر زاخیلوال د اکوړه خټګ د دارالعلوم له مشر او د جمعیت علمای اسلام دسمیع الحق څانګې له  رییس  مولانا سمیع الحق سره چې دطالبانو معنوی پلار ګڼل کیږی په کتنې کښې وویل دناامنۍ په وجه دواړو هیوادونو ته ډیر تاوان رسیږی او کابل اواسلام اباد  له ناامنۍ دځانونو دخلاصولولپاره جدی او مثبت فکر لری .

دافغانستان سفیر له مولانا سمیع الحق  وغوښتل چې د وسله والو طالبانو خبرو ته د راضی کولو په چاره کښې مرسته وکړی .

دپاکستان د جمعیت علمای اسلام د سمیع الحق څانګې مشر مولانا سمیع الحق هم د افغانستان دسفیر عمر زاخیلوال د غوښتنې په منلو سره وویل پاکستان او افغانستان دواړه ګاونډی وړونه هیوادونه دی  او مونږ به د بې اعتمادۍ دختمولو لپاره خپلوهڅو ته دوام ورکړو .