دپارلمان په بروالی سره د پاکستان چارې پرمخ ځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58462-دپارلمان_په_بروالی_سره_د_پاکستان_چارې_پرمخ_ځی
زمونږخبریال وایی د پاکستان د پختونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اچکزی په اسلام اباد کښې په کنونشن سنټر کښې ددغه ګوند تر مشرۍ لاندې په یوې غونډې کښې وویل په هیواد کښې دټولووسیدونکو قومونو ترمینځ یوه اړیکه شته او زیاته یې کړه دهیواد چارې به هغه وخت پرمخ لاړې شی چې پارلمان بروالی ولری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2017 04:07 Asia/Kabul
  • په یوې نوي بڼې سره په خیبر پښتونخوا صوبې کښې د پاکستان دقبایلي سیمو د شاملولو پلان جوړ شوی دی .
    په یوې نوي بڼې سره په خیبر پښتونخوا صوبې کښې د پاکستان دقبایلي سیمو د شاملولو پلان جوړ شوی دی .

زمونږخبریال وایی د پاکستان د پختونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اچکزی په اسلام اباد کښې په کنونشن سنټر کښې ددغه ګوند تر مشرۍ لاندې په یوې غونډې کښې وویل په هیواد کښې دټولووسیدونکو قومونو ترمینځ یوه اړیکه شته او زیاته یې کړه دهیواد چارې به هغه وخت پرمخ لاړې شی چې پارلمان بروالی ولری .

هغه وویل د پاکستان دقبایلی سیمو د راتلونکی فیصله به د دغو سیمو له هیواد سره دمینه کونکو قبایلو د مرضې او ګروهنې  پراساس وشی .

محمود خان اچکزی وویل پښتانه له کوم انسان سره د مذهب ، او فرقې پراساس نفرت نه کوی او زیاته یې کړه دپاکستان په جوړیدا کښې پښتنو ترټولو زیاتې قربانیانې ورکړی دی او له انګریزانو د  ازادۍ دترلاسه کولو لپاره هم ترټولو زیات پښتنو زندان تیری کړی وو .

د پاکستان د پختونخوا ملی عوامی ګوند مشر اودپارلمان غړی محمود خان اچکزی وویل په هیواد کښې د وسیدونکو قومونو ترمینځ یوه اړیکه شته او دغه اړیکې ته باید لاس ورنه وړل شی ځکه چې هیوادته تاوان رسیږی او په تیر وخت مو هم ددغه کار تاوان ورکړی دی .

په دغه غونډې کښې د قبایلی سیمو ګڼ شمیرکسان موجود وو او د قبایلی سیمو د جلا صوبې دجوړولو د غورځنګ مشر او پخوانی سفیر ایاز وزیر هم وویل مونږ به په خیبر پښتونخوا کښې دقبایلی سیمو د یوې ځاې کیدا جاره ورنکړو .

ایاز وزیر وویل په یوې نوی بڼې سره په خیبر پښتونخوا صوبې کښې د پاکستان دقبایلی سیمو د شاملولو پلان جوړ شوی دی .

هغه  وړاندیز وکړ چې د پاکستان دقبایلی سیمو د راتلونکی په اړه باید ټولپوښتنه وشی .