په پاکستان کښې د برمته کړی شویو شیعیانو پر آزادولو ټینګار
Oct 23, 2017 16:31 Asia/Kabul
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مرستیال،د برمته کړای شویو شیعیانو پر سملاسی آزادولو ټینګار کړی.
زمونږ خبریال راپور راکړی،علامه حسن ظفر نقوی په کراچۍ کښې په خبری کانفرنس کښې وویل:د پاکستانی عالمانو لوږ تړ د شیعیانو تر پوره آزادولو پورط دوام لری.
له دې سره همهاله په پاکستان کښې د تښتول شویو شیعیانو د آزادولو لپاره د مسلمانو خلکو مظاهری هم لا دوام لری.
څو میاشتې وړاندې د پاکستان یو شمیر شیعه شخصیتونه او څوانان په کراچی او اسلام آباد کښې نامعلومو وسله والو تښتولی او د برخلیک په اړه یې هیڅ معلومات نشته.
دا په داسې حال کښې دی چې د سپاه صحابه،لشکرجهنګوی او جماعت الاحرار ترهګرې ډلګۍ په کراچۍ کښې فعالیت کوی.