پاکستانیو چارواکو د امریکاد خارجه وزیر سوړ هرکلی وکړ
د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی ، خارجه وزیر خواجه آصف ، دفاع وزیر خرم دستګیر خان ، دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه ، د استخباراتی ادارې یا آئی ایس آئی مشر نوی مختار په ګډه دامریکا له خارجه وزیر سره کتنه وکړه .
ایرنا خبری آ ژانس راپور ورکړ دامریکا خارجه وزیر رکس ټیلرسن پرون په داسې حال کې دپاکستان ا سلام اباد ته ورغی چې د دغه هیواد دخارجه وزارت مرستیال ئې په هوائی ډګر کې هرکلی وکړ .
راپورښئ له دې وروسته د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی ، خارجه وزیر خواجه آصف ، دفاع وزیر خرم دستګیر خان ، دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه ، د استخباراتی ادارې یا آئی ایس آئی مشر نوی مختار په ګډه دامریکا له خارجه وزیر سره کتنه وکړه .
داپه داسې حال کې دی چې په اسلام اباد کې په ډیپلوماسۍ کې سمه خبره نه ده چې دامریکا خارجه وزیر په یوه وخت دپاکستان له درو سیاسی چارواکو سره لیده کاته وکړی .
ډیری سیاسی کارپوهان اوشناندی دغه اقدام د دغې کتنې ترسره کیدا ته د اسلام اباد دچارواکو په نه دلچسۍ ښودلو تعبیر کړی دی.
دامریکا ولسمشر ډ ونالډ ټرمپ په همداوروستیو کې دجنوبی آسیا په باب د سپینې مانۍ دنوی سټراټژۍ په اعلان کې پاکستان ته ا شاره کړې او ټیڼګار ئې کړی ؤ چې واشنګټن نور په پاکستان کې د طالبانو په څیر د ترهه ګرو ډلو په شتون غلی نشی کیښناستلی . هغه همداراز ادعا کړې وه چې پاکستان له ترهه ګرو ملاتړ کوی ، خو دپاکستان لوړپوړو چارواکو د ډونالډ ټرمپ په دغو خبرو خپه شوی او دا ئې چورلټې رد کړې دی چې له هماغه وخت راهسې د دواړو هیوادونو اړیکې تر ډیره حده ترینګلی دی .