پاکستان له امریکا سره دسازباز بیه ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58568-پاکستان_له_امریکا_سره_دسازباز_بیه_ورکوی
زمونږخبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل په امریکا کښې د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې د یولسمې(۱۱) نیټې له حملو وروسته اسلام اباد له واشنګټن سره ستر سازباز وکړ چې پاکستان یې اوس هم بیه ورکوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2017 16:41 Asia/Kabul
  • امریکا اسلام اباد ته د پینځه اویا(۷۵) کسانو د نومونو فهرست ورکړی چې د حافظ سعید نوم پکښې نشته .
    امریکا اسلام اباد ته د پینځه اویا(۷۵) کسانو د نومونو فهرست ورکړی چې د حافظ سعید نوم پکښې نشته .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل په امریکا کښې د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې د یولسمې(۱۱) نیټې له حملو وروسته اسلام اباد له واشنګټن سره ستر سازباز وکړ چې پاکستان یې اوس هم بیه ورکوی .

هغه دمشرانو جرګې سینا(Senate) په غونډې کښې دامریکا دخارجه وزیر ریکس ټیلرسن سفر ته په اشارې سره وویل افغانستان هندوستان ته داسانتیا د برابرولو رول لوبوی چې دغه چاره اسلام اباد ته د منلو وړ نه ده .

دپاکستان خارجه وزیر وویل طالبان دخپلو پلانونو لپاره اسلام اباد ته ضرورت نلری او زیاته یې کړه پاکستان په خپله سیمه کښې امنیت ټینګ کړی او هغه خلک یې له مینځه وړی چې د امریکا دبې پایلوټه الوتکو دحملوسبب وو .

هغه وویل دافغانستان په پینځه څلویښت(۴۵) فیصده خاورې د داعش او په پینځه څلویښت(۴۵) نورې سیمې د طالبانو  کنټرول دی او دومره سترې سیمې ددغودوو(۲) ډلو د پلانونو لپاره کافی دي  او هغوې اسلام اباد ته هیڅ ضرورت نلری .

خواجه اصف وویل  په پاکستان کښې به پایداره امنیت هغه وخت ټینګ شی چې په افغانستان کښې امنیت وی اوزیاته یې کړه زمونږګاونډی هیواد افغانستان ددښمن هیواد هند لپاره اسانتیا برابروی .

دپاکستان خارجه وزیر وویل امریکا اسلام اباد ته د پینځه اویا(۷۵) کسانو د نومونو فهرست ورکړی چې د حافظ سعید نوم پکښې نشته .

هغه وویل دامریکا د ولسمشر ټرمپ خبرداری هیڅ اغیز نلری او مونږ دامریکا دباندنیو چارو وزیر دواکمن (Voiceroy)په توګه نه منو  .