پاکستان دهند بې پایلوټه الوتکه غورځولی ده
-
په هند دامریکا لخوا دبې پایلوټه الوتکو دخرڅولوپه وجه به په سیمه کښې دقدرت انډول ګډوډ شي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان د پوځ ویندوی جنرال اصف غفور وویل د هندوستان یوه(۱) بې پایلوټه الوتکه یې چې په کشمیر سیمه کښې د دغه هیواد هوایی حریم ته ننوتلی وه نسکوره کړی ده .
هغه وویل دهندوستان دغه بې پایلوټه الوتکه پرون دپاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر سیمه کښې دجاسوسۍ په فعالیتونو بوخته وه چې پوځ نسکوره کړه او حکومتی عسکرو دهغې ټوټې هم پیدا کړی دی .
هندوستان تراوسه دپاکستان د پوځ ددغه ادعا په اړه څه نه دی ویلی .
بل خبر داچې د پاکستان خارجه وزارت په هندوستان دامریکا د بې پایلوټه الوتکو دخرڅولو له تړون سره مخالفت وکړ او له نړیوالو قدرتونو یې وغوښتل چې د دا ډول تړونونو له لاسلیک کولو وړاندې زیات نړیوال مسولیت وښیی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دهند له لومړی وزیر ناریندرا مودی سره په کتنې کښې چې د روان میلادی کال په جون میاشت کښې شوی وه په هندوستان د دوه (۲)میلیارډه ډالرو په ارزښت دبې پایلوټه الوتکو د خرڅولو تړون تصویب کړی وو .
په هندوستان د دوه(۲) میلیارډه ډالرو په ارزښت د بې پایلوټه الوتکو دخرڅولو تړون د امریکا د ولسی جرګې کانګرس تصویبیدا ته ضرورت لری .
دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی نفیس ذکریا وویل په هند دامریکا لخوا دبې پایلوټه الوتکو دخرڅولوپه وجه به په سیمه کښې دقدرت انډول ګډوډ شی .