پاکستان باید په خپل سیاست کښې بیا کتنه وکړی
Oct 28, 2017 03:06 Asia/Kabul
-
د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې ملي پال ګوندونه په کامل ډول ناکامه شوي دي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دعوامی نیشنل ګوند مشر اسفند یار ولی وویل د پاکستان امنیت له افغانستان سره تړلی دی او زیاته یې کړه اوس وخت رارسیدلی دی چې اسلام اباد باید په خپلو کورنیو او خارجی سیاستونو کښې بیا کتنه وکړی .
هغه د پاکستان دبلوچستان صوبې په پشین سیمه کښې یوې(۱) سترې غونډې ته د وینا په وخت وویل مونږ په خیبر پښتونخوا صوبې کښې دقبایلی سیمو د شاملیدا خبره کړی ده .
اسفند یار ولی وویل چې په خیبر پښتونخوا صوبې کښې دپاکستان دقبایلی سیمو(FATA) شاملیدل به ضرور ترسره شی .
هغه وویل د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې ملی پال ګوندونه په کامل ډول ناکامه شوی دی او زیاته یې کړه دملی پالنې په نوم سیاست کونکی کسان د خلکو لخوا رټل شوی دی .