دپاکستان شیعیانودسندصوبې دګورنردفترمخې ته پرلتۍ ووهلې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58655-دپاکستان_شیعیانودسندصوبې_دګورنردفترمخې_ته_پرلتۍ_ووهلې
په تیر یوه کال کې دپاکستان دکراچۍ پشمول له بیلابیلو ښارونو اوسیمو تر وروستیو پورې د امنیتی مامورانو په لاس په سلګونو بې ګناه شیعیان تښتول شوی او نامعلوم ځایونو ته منتقل کړائ شوی دی چې له کومې محاکمې او دبرخلیک له ټکل کیدو پرته دامنیتی مامورانو په منګولو کې هماغه ډول شکنجه کیږی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2017 13:17 Asia/Kabul
  • دپاکستان شیعیانودسندصوبې دګورنردفترمخې ته پرلتۍ  ووهلې

په تیر یوه کال کې دپاکستان دکراچۍ پشمول له بیلابیلو ښارونو اوسیمو تر وروستیو پورې د امنیتی مامورانو په لاس په سلګونو بې ګناه شیعیان تښتول شوی او نامعلوم ځایونو ته منتقل کړائ شوی دی چې له کومې محاکمې او دبرخلیک له ټکل کیدو پرته دامنیتی مامورانو په منګولو کې هماغه ډول شکنجه کیږی

دسحراردو   خبری چینل  نن راپور ورکړی د پاکستان دسند صوبې  شیعیانو  نن  په کراچۍ کې  د ګورنر دفتر  مخې ته د حکومت د لټیو او د استخباراتی  اورګانونو په لاس د بې ګناه  شیعیانو په تښتولو په اعتراض کې  دحکومت  په خلاف شعارونه ورکړل او  هوډ ئې وکړ چې د امنیتی او استخباراتی ادارو دمامورانوپه لاس د تښتول شویو بې ګناه  کسانو تر خوشی کیدا پورې به  خپلو پرلتۍ وهلو  ته دوام ورکړی .

د  جیل بهرو تحریک  یوه  نامتو مشر او تکړه دینی عالم علامه حسن ظفر  د پرلتۍ وهونکو په ټول کې  پر اعتراض کونکو غږ وکړ  د تښتول شوو وروڼو  دخوشی کولو لپاره دې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړی .

داپه داسې حال کې دی چې   دحسینی  عاشورا په مناسبت د لسګونو زره خلکو په  لاریون کې علامه حسن ظفر  دجیل بهرو تحریک اعلان کړی ؤ او یوه اونۍ وروستۍ  ئې پخپله خوښه ګرفتاری  وړاندې کړه او  کابو تر یوې میاشتې پورې  په بند کې  ؤ  دغه راز دغه غورځنګ دوام وکړ او  له دې  وروسته  په دوو جمعو ورځو   پخپلې خوښې ځینو دینی عالمانو او فعالانو  خپلې ګرفتارۍ وړاندې کړې .  چې د دغه غورځنګ   له امله  وئیل کیږی  کابو  له اتو تر لسو  تښتول شوی مومنان  خوشی کړائ شوی دی .

راپورښئ  په تیر یوه کال کې   دپاکستان دکراچۍ پشمول له  بیلابیلو  ښارونو اوسیمو  تر وروستیو پورې  د امنیتی مامورانو په لاس  په سلګونو بې ګناه شیعیان تښتول شوی  او نامعلوم ځایونو ته منتقل کړائ شوی  دی چې  له کومې محاکمې او دبرخلیک له ټکل کیدو پرته  دامنیتی مامورانو په منګولو کې  هماغه ډول شکنجه کیږی ، چې دهغو بې ګناه  اسیرانو کورنیو له تیرو څو میاشتو راهسې  اعتراضیه   مظاهرې او غونډې پیل کړی  او پر حکومتی اورګانونو ئې غږ کړی  چې   که دهغوی بچیان  په کومو  جرمونو تورن وی نو باید  محاکمو ته  دې وسپارل شی ، څو برخلیک ئې معلوم شی  او یائې  خوشی کړی  څو دهغوی دکورنیو   اندیښنې او  مشکلات کم شی .