دپاکستان په جامشورو کې یوخطرناک جنایتکارترهه ګرنیول شوی
مولوی عبدالحمید پندرانی دیوې ړنګې شوی ډلګۍ مهم کمانډر دی ا و په شکارپور امامباړې او جمن شاه کې دځان مرګو نزدې ملګری اوسهولت کار دی او دغه راز د جندالفدا جنایتکارې ډلګۍ کمانډر هم دی . دپولیسو په راپور کې وئیل شوی دی له دغه جنایتکاره په اعترافونو کې دیوې خطرناکې کړۍ په اړه ئې مهم معلومات ترلاسه کړی دی.
زمونږخبریال د اسلام ټایمز خپرونې له قوله راپورراکړ د پاکستان دسند صوبې امنیتی مامورانو په یولړ عملیاتو کې دشکارپور او جمن شاه سیمود غمیزو سهولت کار او خطرناک ترهه ګر مولوی عبدالحمید پندرانی په جامشورو کې له سختې مقابلې وروسته په زخمی حالت کې نیولی دی .
راپورښئ مولوی عبدالحمید پندرانی دیوې ړنګې شوی ډلګۍ مهم کمانډر دی ا و په شکارپور امامباړې او جمن شاه کې دځان مرګو نزدې ملګری اوسهولت کار دی او دغه راز د جندالفدا جنایتکارې ډلګۍ کمانډر هم دی . دپولیسو په راپور کې وئیل شوی دی له دغه جنایتکاره په اعترافونو کې دیوې خطرناکې کړۍ په اړه ئې مهم معلومات ترلاسه کړی دی.
په راپور کې وئیل شوی دی مولوی پندرانی په سند اوبلوچستان صوبو کې په بوږنونکو غمیزو کې بشپړ لاس درلودلی او دغه راز ئې د ډیرو دسیسو او خطرناکو پلانونو نیّت هم درلود چې بلاخره د قانون په منګولو کې ګیر شو .
داپه داسې حال کې دی چې ډیری شناندی او کارپوهان وائی ،که دپاکستان پولیس، سیاسی او قضائی چارواکی پخبلو اصلی دندو عمل وکړی او دخپل ولس غم وخوری ، نو په بندونو کې بندی ترهه ګر به خپل انجام ته ورسیږی او د پاکستان مظلوم ولس به هم د آرامښت خوند یوځل بیا وڅکی.