ایران پا کستان ته نور یوسل اولس غیر قانونی کډوال وسپارل
ایران ته د پاکستانیانو غیر قانونی مهاجرت تل د دواړو هیوادونو لپاره یو لړ مشکلات رامینځةکړی او وخت په وخت دغه غیر قانونی کډوالۍ له خطرناکو لارو ترسره کیږی چې له امله ئې زیات شمیر کسان خپل ژوند هم له لاسه ورکوی . په پاکستان کې بیروزګاری او اقتصادی مشکلات د دغه هیواد دښاریزو دغیر قانونی کډوالیدو خورامهم دلیلونه دی .
زمونږخبریال راپورر اکړ دایران داسلامی جمهوریت پوله ساتی ځواک یو سل اولس هغه پاکستانیان چې په غیر قانونی توګه ایران ته راغلی وو ، نیولی او دپآکستان سرحدی مسئولانو ته ئې سپارلی دی .
دپاکستان رسانیو هم پرون وئیلی دی ، دغه پاکستانیان له باوری سندونو له درلودلو پرته په ایران کې دیره وو .
داپه داسې حال کې دی چې له دې مخکې هم داکتوبر په یولسمه نیټه هم درې اویا پاکستانیان چې په غیر قانونی توګه ایران ته وارد شوی وو ، له نیول کیدو وروسته دپاکستان سرحدی چارواکو ته سپارل شوی وو .