پاکستان له ایران سره داړیکو پیاوړتیا غواړی .
میرمن نزهت صادق دایران اوپاکستان ترمینځ د ګیسو دپایپ لاین دپروزې تړون ته په اشارې سره هم ووئیل ایران د دغه تړون په وړاندې پخپلو ژمنو عمل کړی دی او دخپلې برخې ټول کارونه ئې ترسره کړی دی او پاکستان هم باد هڅه وکړی زر ترزره د د غه تړون داجرا په لور ګام پورته کړی څو انرۍ ته د پاکستان دولس زیاتیدونکی اړتیا پوره شی .
د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنی سیاست د کمیشن مشرې میرمن نزهت صادق ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې وئیلی دی ، پاکستان له اسلامی ایران سره اړیکو ته ډیر اهمیّت ورکوی او تل په لوړه سویه د دغو اړیکو ساتل او پیاوړتیا غواړی .
دپاکستان دمشرانو جرګې دبهرنی سیاست دکمیشن مشرې په دې خبرې په ټینګار سره چې هیواد ئې له ایران سره دتجارتی اواقتصادی اړیکو پراختیا غواړی ، زیاته کړې ، که وخت په وخت د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ واړې سرحدی ستونزې راولاړې کیږی ، نو دا ستونزې د د اړونده مسئولانو ترمینځ په آسانۍ سره دخبرواترو اوپرله پسې تماسونو سره دحل وړ دی ، هماغه شان چې د دواړو هیوادونو ترمینځ ډیرې سرحدی مسئلې حل شوی دی .