په پاکستان کی د دؤو تښتول شویو چینایانو وژل تائید شول
Oct 31, 2017 09:11 Asia/Kabul
د پاکستان خارجه وزارت پدی هیواد کی د دؤو تښتول شویو چینایانو وژل کیدل تائید کړل.
له اسلام آباد څخه زموږ د خبریال د راپور په اساس، دغه دوه چینایان پنځه میاشتی وړاندی د پاکستان د بلوچستان صوبی په مرکز، په کویټه ښار کی د ناپیژاندو کسانو په وسیله تښتول شوی ؤو.
د پاکستان خارجه وزارت نن سه شنبه؛ په یوې بیانیه کی اعلان وکړ: د«ډی؛ان؛ای» آزموینی، د دغو دؤو تنو چینی اتباعو وژل کیدل تائید کړی دی.
د پاکستان د دولت له خوا، د دغو دؤو چینایانو د وژل کیدو تائیدیدل؛ د دغو دؤو تنو د تښتولو او وژلو په هکله، د داعش ترهه ګری ډلی له ادعا څخه، څو میاشتی وروسته اعلانیږی.