پاکستان په کابل کښې پرونی ترهګره حمله غندلی
Nov 01, 2017 12:42 Asia/Kabul
د پاکستان خارجه وزارت د افغانستان د کابل په ډیپلوماټیکې سیمې کښې پرونۍ ترهګره حمله وغندله.
د ایرنا له راپور سره سم،د پاکستان خارجه وزارت نن د یوې بیانیې په خپرولو سره دغه حمله وغندله او د دغې ترهګرې حملې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږی څرګنده کړی او ورته یې تسلیت ووایه.
پرون د کابل په ډیپلماتیکې وزیر اکبر خان سیمې کښې د ترهګرې حملې له امله لږترلږه اووه تنه مړه او یوویشت نور ټپیان شول.