د پاکستان د لومړی وزارت لپاره د شهبازشریف خوښیدل
Nov 01, 2017 12:59 Asia/Kabul
د پاکستان د مسلم لیګ نواز څانګې مشرانو د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهبازشریف د دغه هیواد د راتلونکی لومړی وزارت لپاره د کاندید په توګه غوره کړ.
زمونږ خبریال د پاکستان د ډان ورځپاڼې له قوله راپور راکړی،د مسلم نواز څانګې مشرانو په لندن کښې په خپلې ناسته په راتلونکو انتخاباتو کښې د برخې اخیستلو او نورو سیاسی مسئلو په اړه هم پریکړی وکړی.
په دغه ناسته کښې د محمدنوازشریف،شهبازشریف،شاهدخاقان عباسی او خواجه محمد آصف په شمول د دغه ګوند مشرانو ګډون درلوده.