امریکا په پاکستان هسې چټې تورونه لګوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58822-امریکا_په_پاکستان_هسې_چټې_تورونه_لګوی
زمونږخبریال وایی دپاکستان دباندنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل امریکا په خپلو ناکامیو د پردې د اچولو لپاره په پاکستان تورونه لګوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2017 03:12 Asia/Kabul
  • امریکا اوس هغه رول چې پخوایې په جنوبي اسیا کښې پاکستان ته ورکړی وو هند ته ورکړی .
    امریکا اوس هغه رول چې پخوایې په جنوبي اسیا کښې پاکستان ته ورکړی وو هند ته ورکړی .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دباندنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل امریکا په خپلو ناکامیو د پردې د اچولو لپاره په پاکستان تورونه لګوی .

هغه وویل پاکستان یو(۱) ازاد او خپلواکه هیواد دی او د هیڅ خارجی هیواد دګټو لپاره به بهرنی سیاست جوړ نکړی بلکې دهیواد  دخپلواکۍ ګټو ته به پام وکړی او زیاته یې کړه پاکستان به داسې بهرنی سیاست جوړ کړی چې پارلمان یې لارښونه کوی  .

دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل امریکا په خپلو ناکامیو د پردې  داچولو لپاره په پاکستان تورونه لګوی خو ټولې دنیا ته پته ده چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد جنګ کښې ترټولوستر بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی .

دویلو ده چې امریکا اوس هغه رول چې پخوایې په جنوبی اسیا کښې پاکستان ته ورکړی وو هند ته ورکړی او دغه چارې اسلام اباد ډیر غصه کړی دی .

امریکا دغه راز پاکستان دترهګرو ډلو ستر ملاتړی هم معرفی کړی دی .