په اسلام اباد کې ا نګریز سفیر خارجه وزارت ته احضار شوی
دانګلستان په لندن کې پر ځینو ټیکسیانو دپاکستان په ضد شعارونه لیکل شوی چې یو ډول دپاکستان په ضد د کرکې او نفرت دخورولو اقدام ګڼل کیږی .
زمونږخبریال راپور راکړ د د پاکستان دخارجه وزارت مرستیالې میرمن تهمینه جنجوعه وئیلی دی په اسلام اباد کې ئې دانګلستان سفیر توماس ډریو په احضارولو سره په لندن کې پر ځینو ټیکسیانو دپاکستان په ضد دلیکل شویو شعارونو د لیکلو باندې په اعتراض کې د پاکستان اعتراض هغه ته ورسول شو او دغه اقدام د دغه هیواد پر مځکنۍ بشبړتیا او ملی خپلواکۍ یرغل وبلل شو .
دانګلستان په لندن کې پر ځینو ټیکسیانو دپاکستان په ضد شعارونه لیکل شوی چې یو ډول دپاکستان په ضد د کرکې او نفرت دخورولو اقدام ګڼل کیږی .
میرمن جنجوعه وئیلی دی ، دپاکستان په ضد دغه ډول تبلیغات د دغه هیو اد دملی امنیت مخالف دی او ا سلام اباد حکومت ئې د ملګروملتو دمنشور په اساس په کلکه غندی .
هغې پر انګریز سفیر غږ کړی ، دپاکستان دحکومت اعتراض دې سملاسی انګریز چارواکو ته ورسوی .