دلاهور پولیسو قوماندان دې دناصرعباس شیرازی دخوشی کیدا هڅه وکړی
په تیر یوه کال کې په پاکستان کې په سلګونو شیعیان د دغه هیواد استبخباراتی ادارو له کومې محاکمې پرته تښتولی اوتر دې دمه ئې هم هیڅ برخلیک نه دی ټاکلی .
دسحر اردو ټیلیویژنی چینل راپور روکړی دپاکستان د لاهور هائی کورټ مشر قاضی احمد نعیم قاضی د لاهور دپولیسو مشر قوماندان ته خبرداری ورکړی ، که د پآکستان د مجلس وحدت مسلین غورځنګ دعمومی منشی مرستیال ناصر عباس شیرازی تر سبا پورې خوشی نه کړی ، نو محکمه به ئې احضار کړی .
بل خبر دا چې د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشی علامه راجه ناصر عباس جعفری هم ګواښ کړی ، که تر سبا یعنی یکشنبې پورې تښتول شوی ناصر عباس شیرازی خوشی نشی ، نو په دوشنبې ورځې به په لاهور کې د پنجاب داعلی وزیر شهباز شریف کور مخکې پرلتۍ ووهی. دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ دعمومی منشی مرستیال ناصر عباس شیرازی دچارشنبې په شپه په لاهور کې مخ پټو امنیتی مامورانو وتښتاوه او تر دې دمه د هغه دبرخلیک په باب هیڅ توضیح نه ورکوی . په تیر یوه کال کې په پاکستان کې په سلګونو شیعیان د دغه هیواد استبخباراتی ادارو له کومې محاکمې پرته تښتولی اوتر دې دمه ئې هم هیڅ برخلیک نه دی ټاکلی .