دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان تهران ته په سفر راغی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i58946-دپاکستان_دپوځ_عمومی_قوماندان_تهران_ته_په_سفر_راغی
ایران ته دغه سفر په سیمې کې د دواړو هیوادونو داغیزمن رول او د دواړخیزو ملګرتیاؤ دپراختیا لپاهر ډیر مهم ارزول کیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 05, 2017 17:15 Asia/Kabul
  •   دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان تهران ته په سفر راغی

ایران ته دغه سفر په سیمې کې د دواړو هیوادونو داغیزمن رول او د دواړخیزو ملګرتیاؤ دپراختیا لپاهر ډیر مهم ارزول کیږی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د پآکستان د پوځ  عمومی قوماندان جنرا ل قمر جاوید باجوه   دایران  داسلامی جمهوریت  له پوځ سره  ددوو اړخیزو ملګرتیاؤ دپراختیا  او پیاوړتیا  په خاطر دخبرواترو په موخې سره  نن ماښام  تهران ته په رسمی سفر راورسید .

ټاکل شوې ده جنرال باجوه به په دغه سفر کې  داسلامی ایران له لوړپوړو پوځی  او سیاسی چارواکو سره  لیده کاته او  پوځی ملګرتیاؤ په باب  خبرې اترې وکړی . 

 تهران ته دجنرال باجوه سفر   سعودی عربستان ته دهغه   له سفر څو اونۍ وروسته ترسره  کیږی  او دا د پاکستان د پوځ  دعمومی قوماندانۍ  دڅوکۍ له ترلاسه کولو وروسته دجنرال قمر جاوید باجوه تهران  ته لومړنی سفر دی .   ایران  ته دهغه سفر همداراز  په سیمې کې د دواړو هیوادونو  داغیزمن رول  او د دواړخیزو  ملګرتیاؤ دپراختیا لپاهر ډیر مهم ارزول کیږی .