د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیلو د درنو بریدونو راپور
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i178284-د_لبنان_پر_جنوبي_سیمو_د_اسرائیلو_د_درنو_بریدونو_راپور
 لبناني سرچینو خبر ورکړی چې اسرائیلي جنګي الوتکو د لبنان په جنوب کې پر السلوقي، القنطره، بني حیان، طلوسه او النبطیه الفوقا سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
(last modified 2026-09-18T01:57:20+00:00 )
Sep 18, 2026 06:25 Asia/Kabul
  • د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیلو د درنو بریدونو راپور

 لبناني سرچینو خبر ورکړی چې اسرائیلي جنګي الوتکو د لبنان په جنوب کې پر السلوقي، القنطره، بني حیان، طلوسه او النبطیه الفوقا سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د سرچینو په وینا، پر النبطیه الفوقا ښارګوټي له هوايي برید سربېره د اسرائیلي پوځ له لوري د  توپچي درانه بریدونه هم شوي دي.

د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو د هوايي او توپچي بریدونو لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې د وروستیو ورځو په ترڅ کې د سیمې پر بېلابېلو سیمو د بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.