نواز شریف او د هغه لور او زوم محکمي ته حاضر شول
Nov 07, 2017 08:02 Asia/Kabul
د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف سره له خپلې لور او زومه، نن په اسلام آباد کښې محکمې ته حاضر شو.
د ایسوشیئیټډ پریس د خبر له مخې محکمې ته د نواز شریف له وړاندې کیدو مخکښې د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر وویل چې هغه هیڅ ګناه نه ده کړې او ورباندې له لګیدلو تورونو هیڅ ویره نه لري.
نن د اسلام آباد په احتساب محکمه کښې د نواز شریف، د هغه د لور مریم نواز او زوم ریټایرډ کیپټن صفدر د مالي فساد په دوسیې غور کیږي.
ټیګونه