دپاکستان په اسلام اباد کې اعتراضیه پرلتۍهماغه رازدوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59517-دپاکستان_په_اسلام_اباد_کې_اعتراضیه_پرلتۍهماغه_رازدوام_لری
دپاکستان مذهبی ډلو دپاکستان د پارلیمان د استازو اوکاندیدانو دنامو له ثبتونکی فارم څخه د اسلام دګران پیغمبر په ختم نبوت دسوګند دقانون په حذفولو اعتراض کړی چې یوه موده کیږی دغه مسئله حل شوې ده خو د لبیک یارسول ا.... غورځنګ مشرانو دخپل اعتراض په دوام کې وئیلی چې د دغه هیواد دقانونی چارو وزیر زاهد حامد دې له خپلې دندې ګوښه شی ګنی دوی به خپل اعتراض ته هماغه راز دوام ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2017 11:32 Asia/Kabul
  • دپاکستان په اسلام اباد کې اعتراضیه پرلتۍهماغه رازدوام لری

دپاکستان مذهبی ډلو دپاکستان د پارلیمان د استازو اوکاندیدانو دنامو له ثبتونکی فارم څخه د اسلام دګران پیغمبر په ختم نبوت دسوګند دقانون په حذفولو اعتراض کړی چې یوه موده کیږی دغه مسئله حل شوې ده خو د لبیک یارسول ا.... غورځنګ مشرانو دخپل اعتراض په دوام کې وئیلی چې د دغه هیواد دقانونی چارو وزیر زاهد حامد دې له خپلې دندې ګوښه شی ګنی دوی به خپل اعتراض ته هماغه راز دوام ورکړی .

 د سحر اردو ټیلیویژنی چینل راپورورکړ   دپاکستان په اسلام اباد کې  دلبیک یارسول ا.... غورځنګ  پلویانو  خبرداری ورکړی ،تر څو چې  د دغه هیواد دقانون وزیر استعفی نه وی ورکړی و دوی به  خپلو  پرلتۍ وهنو ته دوام ورکړی .

  داپه داسې حال  کې دی چې   دپاکستان  حکومت  اعتراض کونکو ته خبرداری ورکړی ؤ چې  پرلتۍ دې ختمې کړی ،که داسې نه وی نو امنیتی ماموران به ئې په زوره له هغه ځایه  وباسی .

 راپور ښئ  نن سهار هم دپآکستان  دکورنیو چارو وزیر  احسن اقبال  سترې محکمې ته حاضر شو  او وې وئیل  چې  حکومت  له اعتراض کونکو سره  په خبرواترو بوخت دی  څو  دغه مشکل  دخبرواترو له لارې حل کړی .  وئیل کیږی   دپاکستان  امنیتی ځواک او ملیشیه ؤ   داسلام اباد په فیض آباد  کې  اعتراض کونکی کلابند کړی دی  او  پرلتۍ وهونکو ته ئې یو ځل  بیا  الټی میټم ورکړی څو خپل اعتراض ختم کړی  او دهغوی زغم دې نور  نه امتحانوی.