د پاکستان روغتیا وزیره تهران ته رارسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59789-د_پاکستان_روغتیا_وزیره_تهران_ته_رارسیدلی
د پاکستان د روغتیا وزیره سایره افضل تهراړ د روغتیائی چارواکو د څوارلس کسیز پلاوی په مشری نن تهران ته راورسیدله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2017 15:34 Asia/Kabul
  • د پاکستان روغتیا وزیره تهران ته رارسیدلی

د پاکستان د روغتیا وزیره سایره افضل تهراړ د روغتیائی چارواکو د څوارلس کسیز پلاوی په مشری نن تهران ته راورسیدله.

د ایرنا له راپور سره سم،دغه پاکستانی پلاوې به په ایران کښې د یوې اوونۍ د ایساریدا په موده کښې د ایران د روغتیا،درملنې او طبی زده کړو له وزیر سره پر کتنې سربیره په تهران،اصفهان او شیراز کښې له روغتیایی او درملیزو مرکزونو هم کتنه وکړی.

په نړیوالو چارو کښې د ایران د روغتیا قایم مقام وزیر په دې خبرې سره چې ایران ته د پاکستان د روغتیا وزیرې د سفر یوه موخه د دوه اړخیزو موافقو تعقیبول دی،وویل:دغه موافقې په پاکستان،جینوا او سیمه ایزو کتنو تر څنګ د دواړو هیوادونو د روغتیائی چارو د وزیرانو  په تیرو کتنو کښې شوی دی.

محسن اسدی لاری زیاته کړه:یوه هغه مسئله چې تل برې د ایران او پاکستان روغتیائی وزیرانو خبرې اترې کړی په نړیوالو موسسو په تیره بیا د روغتیا په نړیوالې موسسې او په سلامتیا پورې په نورو اړونده موسسو کښې د ملګرتیا موضوع ده.