امریکا په افغانستان کښې د سولې راوستو توان نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i59847-امریکا_په_افغانستان_کښې_د_سولې_راوستو_توان_نه_لري
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل: امریکا په افغانستان کښې د امنیت د تامینولو او د سولې د ټینګولو توان نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2017 14:56 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کښې د سولې راوستو توان نه لري

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل: امریکا په افغانستان کښې د امنیت د تامینولو او د سولې د ټینګولو توان نه لري.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې احسن اقبال نن همداشان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په افغانستان کښې سوله د پاکستان د ثبات لپاره ډیر اهمیت لري، د سیمې له هیوادونو وغوښتل چې په افغانستان کښې د سولې او ثبال لپاره کوشش وکړي.

هغه په دې خبرې سره چې پاکستان خپله خاوره د نورو هیوادونو خلاف کارول کیدو ته نه پریږدي، همداشان د سیمې له نورو هیوادونو هم وغوښتل چې خپله خاوره د پاکستان خلاف استعمالیدو ته پرې نږدي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا خبرې په داسې حال کښې کړې دي چې څه موده مخکښې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرايي شورا مشر عبدا... عبدا... د ملګرو ملتو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په کتنه کښې ویلي وو چې د افغانستان خلاف له ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې د پاکستان کړچار نه دی بدل شوی او اسلام آباد لاهم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.